افغان ځواکونو په کابل باندې راکټي برید شنډ کړ

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳ مه/ د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل باندې د یوه راکټي برید مخه ونیوله. دا کار څو ورځې وروسته له هغه وشو چې اورپکو د سپتمبر په ۲۷ مه د کابل په نړیوال هوایي ډګر دې ته ورته یو برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وویل، چې عسکرو د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ ۸ روس جوړ راکټونه، چې اورپکو په چکري کلي کې پټ کړي ول، او غوښتل یې چې د عاشورا په ترڅ کې یې پر کابل وتوغوي، ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500