کابل -- افغانستان ټایمز د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ راپور ورکړ، چې د پارلمان غړو د عاشورا په ترڅ کې د هېواد امنیتي ځواکونه د هغوی د اجرأتو له امله وستایل.
د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي وویل، «له افغان امنیتي ځواکونو او متحد افغان ملت څخه مننه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د عاشورا سوله ییزې لمانځنې ته لاره جوړه کړه،»
هغه وویل، که څه هم چې ځینې افغانانو وار له مخه یو څه شکونه لرل، خو افغان سرتېرو د عاشورا لپاره یو سوله ییز چاپېریال برابر کړ.