مزارشریف-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو ته په کندوز او فاریاب ولایتونو کې له عسکرو سره په جګړو کې درانه تلفات ور واوښتل.
افغان ملي اردو د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ وویل، چې امنیتي ځواکونو په دغو دوه ولایتونو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، او لږ تر لږه ۴۸ تنه اورپکي یې ووژل.