امنیتي ځواکونو په کابل کې د طالبانو کشفي غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل، چې د ملي امنیت منسوبینو د طالبانو درې مهم مشکوک غړي په کابل کې ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، چې مشکوکو کسانو ته حکم شوی وو چې د راتلونکي وخت د حملو لپاره د ښار د یو شمېر برخو عکاسي وکړي، او زیاته یې کړه چې درې واړو سړیو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500