افغان حکومت د انټرنټ د قېمتونو د راټیټولو لپاره په یوه نوي پلان کار کوي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۰ مه/ د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌ چې افغان حکومت په یوه داسې پلان کار کوي چې په اساس به یې د انټرنټي خدمتونو قېمت په راتلونکیو درې میاشتو کې تر ۸۰٪ پورې راټیټ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند نجیب ننګیال وویل، تېره اونۍ د یوه ملاقات پر وخت د ولسمشرغني د یوه حکم له مخې، اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دغه پلان باندې کار کوي.

اته میاشتې مخکې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمنه وکړه چې قېمتونه راټیټوي، خو د کابل اوسېدونکي ادعا کوي چې په قېمت یا کیفیت کې هېڅ تغیرات نه دي راغلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500