هرات -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۱ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان کمانډو ځواکونو په هرات ولایت کې په یوه عملیات کې د طالبانو ۴ تنه قوماندانان ووژل.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عبدالقیوم نورستاني وویل، چې د سې شنبې ورځې عملیات په ګوزره ولسوالۍ کې ترسره شول.
ویاند وویل، چې کمانډو ځواکونو له اورپکو څخه وسلې هم ونیولې.