د جوزجان په نښتو کې ۵ طالبان ووژل شول

سلام ټایمز

جوزجان -- طلوع نیوز د پنجنشبې په ورځ /د اکتوبر۱۲ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د چارشنبې په شپه په جوزجان ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکي ووژل شول او ۴ تنه نور ټپیان شول.

د جوزجان امنیه قوماندان جنرال فقیرمحمد جوزجاني وویل، چې دغه څلورساعته اوږده جګړه د یاد ولایت په شمالي ولسوالۍ، فیض اباد،‌ کې هغه وخت پېښه شوه چې طالبانو د پولیسو د تلاشۍ په پوستو برید وکړ.

جوزجاني وويل، چې په دې نښته کې ۳ امنیتي پرسونل هم ټپیان شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500