کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۲مه/ د ولسمشر غني له قوله راپور ورکړ، چې افغان حکومت د سولې ملاتړ کوي، خو که بل انتخاب نه وي، بیا دې ته چمتو دی چې جګړه وکړي.
هغه دا خبرې د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر۱۱مه/ د سولې د عالي شورا غړو او نورو حکومتي چارواکو سره په یوه کتنه کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکړې.
ولسمشر وویل، چې هر یو باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې بری ترلاسه کول ناشونی دی.
غني وویل، که سوله او روغه جوړه د قربانۍ له لارې راتللی شي، هغه دې ته حاضر دی چې خپل ژوند په دې لاره کې قرباني کړي.