دوه مشران وایي، طالبان به د عمان په خبرو کې برخه وانه خلي

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۲ مه/ راپور ورکړ،‌ چې د طالبانو دوه جیګپوړو مشرانو رویټرز ته ویلي چې دغې ډلې پرېکړه کړې په عمان کې د سولې د بهیر په هکله په راتلونکیو خبرو کې برخه نه اخلي.‌

د مهالوېش له مخې به د افغانستان د سولې د بهیر په هکله خبرې د اکتوبر په ۱۶مه په مسقط کې پیل شي.‌ تمه ده چې متحده ایالات،‌ پاکستان،‌ افغانستان،‌ او چین دې غونډې ته خپل استازي ور ولېږي.‌

د طالبانو جیګپوړو غړو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر۱۰ مه/ پرېکړه وکړه چې هغوی به، که دا ډله وبلل شي هم، مسقط ته خپل هیئت ونه لېږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500