ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ جګړه کې په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۹ تنه یاغیان وژل شوي دي.
د ولایتي ادارې په وینا، نښتې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وشوې. په دغو جګړو کې ۶ داعشیان او ۳ طالبان ووژل شول.
دا جګړه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو قوماندانانو تاکید وکړ چې له داعش سره دې اوربند وکړي.
ولایتي ادارې وویل، چې د داعش غړو په ننګرهار کې په یوه جلا برید کې ۴ تنه ملکي کسان ووژل.