روسیه طالبانو ته وړیا تېل ورکوي چې د ګټې کولو لپاره یې خرڅ کړي

سلام ټایمز

لندن -- لندن ټایمز د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۶ مه/ د طالبانو او افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌ چې روسیه په افغانستان کې د تېلو د ناقانونه خرڅلاو د یوه پټ پروګرام له لارې طالب اورپکي تمویلوي.

د دغه راپور په اساس، د روسیې استخبارات افغانستان ته د تېلو ټانکرونه لېږي او هغو شرکتونو ته تېل ور رسوي چې هغوی له طالبانو سره مرسته کوي.

د ټایمز د راپور له مخې، طالبان دغه تېل ترلاسه کوي او خرڅوي،‌ او د میاشتې خواوشا ۱۷۰.۴ میلیونه افغانۍ (۲.۵ میلیونه ډالر) ترې ترلاسه کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500