هغه امریکایي عسکر چې ۵ کاله د طالبانو په بند کې وو، له عسکرۍ څخه په تېښته اعتراف وکړ

ای اېف پي

واشنګټن -- یوه امریکایي عسکر، بووي برګډال، چې په ۲۰۰۹ کال کې له خپل یونټ څخه وتلی او د دښمن لاس ته لوېدلی وو، او د بندیانو په یوه تبادله کې له ازادېدلو څخه مخکې ۵ کاله د یرغمل په حالت کې پاتې وو، د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۶مه/ له عسکرۍ څخه په تېښته او ناوړه چلند کولو اعتراف وکړ.‌

د سي اېن اېن د راپور له مخې، هغه یوې نظامي محکمې ته وویل، «ما خپله وظیفه پخپله پرېښودله. زه پوهېږم چې د وظیفې ترک کول د قانون خلاف کار دی.»

برګډال چې ۳۱ کاله عمر یې درلود، د ۲۰۰۹ کال د جون په ۲۰ مه د افغانستان په پکتیا ولایت کې ورک شو. هغه سمدلاسه د طالبانو اړوندې حقاني شبکې ونیو او له ځان سره یې وساته.‌

حقاني شبکه هغه ګروپ دی چې امریکایي - کاناډایي کورنۍ یې هم د پنځو کالو په مخه تر هغه وخته پورې ساتلې وه چې تېره اونۍ د پاکستان د پوځ د نجات په عملیاتو کې وژغورل شوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500