افغان ځواکونو له کابل سره نژدې په چاودېدونکو توکو سمبال موټر ونیو او مشکوک کسان یې توقیف کړل

ای اېف پي

کابل -- افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۶ مه/ یو موټر چې ۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، کابل ته په رانژدې کېدلو سره ونیو.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې مقاماتو یاد کرولا موټر له کابل څخه ۵۰ کیلومتره ختیځ ته په سروبي ولسوالۍ کې ونیو، او زیاته یې کړه چې هغه له ننګرهار ولایت څخه راغلی وو.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د مشکوکو کسانو د برید هدف چېرې وو، خو زیاته یې کړه چې هغوی له دغه موټر سره د طالبانو دوه مشکوک غړي هم نیولي دي.‌

دغه نیونه دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې پولیسو، یوه مازدا لارۍ چې ۲۷۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې تر رومیانو لاندې پټ کړای شوي ول، کابل ته له ننوتلو څخه ایساره کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500