له کابل څخه بهر یو مشکوک ځانمرګی بمي بریدګر ونیول شو

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو یو بل مشکوک کس، چې د ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو نیت یې درلود، هدف ته له رسېدلو څخه مخکې له کابل سره نژدې سیمه کې ونیو.‌

د وزارت په بیانیه کې راغلي، چې افغان ملي پولیسو یو مشکوک کس، چې په چاودېدونکو موادو سمبال بایسکل یې چلاوه، له پلازمېنې څخه ۱۱ کیلومتره لیرې د چار اسیاب په سیمه کې هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ونیو.‌

بیانیه زیاتوي، چې دغه ډول پېښې «د په لاس جوړو چاودېدیونکو موادو د حملو په وړاندې د ملکي خلکو په خوندي کولو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ډېرېدونکی ظرفیت په ګوته کوي،»

په یوه مخکینۍ پېښه کې د اکتوبر په ۱۶مه، د ملي امنیت ریاست دوه مشکوک ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د موټر د چاودنې ترسره کولو لپاره خپل هدف ته له رسېدلو څخه مخکې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500