ننګرهار -- په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو په جلا جلا هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۸ مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د ایتلافي ځواکونو یوه هوایي برید لږ تر لږه ۲ تنه طالب مشران ووژل.
د ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۷ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې هوایي برید د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې وشو.
یادې ادارې وژل شوي طالب مشران د فیصل او عبیدالله په نومونو یاد کړل.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند وویل، چې له دې نه جلا، افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یو هوایي برید تر سره کړ، چې لږ تر لږه ۶ تنه طالب اورپکي یې ووژل.
ویاند وویل، چې هوایي بریدونو درې «خوندي پټنځایونه» او یو سلاکوټ ویجاړ کړل.