ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې افغان پولیسو یو ۱۳ کلن هلک، چې د داعش له خوا د ځانمرګي برید د ترسره کولو لپاره ګومارل شوی وو، ونیو.
د ولایت د رسنیو دفتر وویل، چې دغه کس په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر وخت ونیول شو.
پولیس وایي چې هلک وقات نومېږي او د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
ولایتي ادارې وویل، وقات اعتراف وکړ چې داعش هغه د دې لپاره ګومارلی وو چې ځانمرګی برید ترسره کړي.