د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د طالبانو بریدونه 'جنګي جرمونه' یاد کړل

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۸مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي،‌ په فراه،‌ غزني او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه جنګي جرمونه دي.‌

په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي خلک او امنیتي پرسونل ووژل شول یا ټپيان شول.‌

له دغو پېښو څخه په یوه کې، چې د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۷مه/ د پکتیا ولایت په امنیه قوماندانۍ یو همغږی برید وو، لږ تر لږه ۲۰ تنه ملکي خلک او ۲۱ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.‌ د دغه برید مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائیه رییس محمد موسی محمودي وویل، «دا یو جنایي عمل دی،‌ له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او جنګي جنایت ګڼل کیدی شي،»

محمودي پر طالبانو تاکید وکړ چې د ملکي خلکو ژوند ته درناوی وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500