په هرات کې د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ۴۰ کسان ووژل شول

سلام ټایمز

هرات -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۲ مه/ راپور ورکړ،‌ چې په هرات ولایت کې د سیالو ډلو تر منځ د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل،‌ چې دغه نښتې په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شوې.

فرهاد وویل،‌ چې دغه نښتې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د هغه د سیال ملا محمد رسول د پلویانو تر منځ‌ وشوې.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500