د هلمند په عملیاتو کې د طالبانو مشران ووژل شول

سلام ټایمز

هلمند -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو ګڼ شمېر مشران وژلي دي.‌

د هلمند د والي حیات الله حیات په وینا، په وژل شویو کې د طالبانو مشران قاري محب الله، ملا بشیر، ملا ظاهر، ملا احمد،‌ محبوب، فرید جانان،‌ ملا منصور،‌ ملا عصمت او ملا غني شامل ول.‌

د ولايتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترهګرۍ ضد وروستي عملیات په لښکرګاه ښار او په نادعلي او کجکي ولسوالیو کې ترسره شول.‌

خبرپاڼه وایي، چې په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه طالب یاغیان ووژل شول.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500