غزني -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۳ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۲ مه/ د غزني ولایت په واغز ولسوالۍ کې په یوه امنیتي پوسته د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۴ پولیس افسران ووژل شول.
د غزني امنیه قوماندان محمد زمان وویل، چې «طالبانو ته هم تلفات ور واوښتل» خو د دقیق شمېر په هکله یې څه ونه ویل.