د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغی

سلام ټایمز

کابل -- په کابل کې د امریکا سفارت وایي، چې د متحده ایالاتو سفیر رېکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ‌ /د اکتوبر ۲۳ مه/ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر اشرف غني سره یې د امنیتي چارو په هکله خبرې وکړې.‌

ټېلرسن او په افغانستان کې جیګپوړي امریکایي قوماندان جنرال جان نېکلسن له ولسمشرغني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره له کابل څخه بهر ولیدل او د جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په هکله یې ورسره خبرې وکړې.‌

سفارت په یوه ټویټ کې وویل، چې ټېلرسن په دې خبره تاکید وکړ چې متحده ایالات دې ته ژمن دی څو له کابل او سیمه ییزو شریکانو سره کار وکړي «چې افغانستان ته سوله راشي او د هغو ترهګرو خوندي ځایونه له منځه وېسي چې دغه هدف ته د رسېدلو مخه نیسي،»‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې غني د متحده ایالاتو له ستراتیژۍ څخه خپل ملاتړ تکرار کړ.‌

د ای اېف پي په وینا، ټېلرسن وویل، «دا خبره روښانه ده چې مونږ باید د طالبانو او نورو پر ضد جګړه جاري وساتو، او هغوی په دې وپوهوو چې هغوی به هېڅکله هم نظامي بری ترلاسه نه کړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500