په کابل کې د حقاني شبکې مهم مشکوک غړی ونیول شو

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۳ مه/ په فیسبوک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ادارې فعالانو په کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.‌

د ملي امنیت د ریاست په وینا، ملا سورګل چې په مولوي بشیر موسهي هم مشهور دی، په تېرو ۱۲ کلونو کې په کابل کې د ځانمرګو بریدونو په همغږي کولو او د بهرنیو اتباعو په تښتولو کې ښکېل وو.‌

د هغه د نیولو د وخت په هکله څه نه دي ویل شوي.‌

حقاني شبکې سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500