طالب اورپکو په سرپل کې د کلیوالو کورونو ته اور ورته کړ

سلام ټایمز

سرپل -- اریانا نیوز د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۵ مه/ د ځایي اوسېدونکیو او چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د سرپل ولایت په میرزا اولنګ کلي کې کورونو ته اور ورته کړ او ونې یې ووهلې چې لرګي یې خرڅ کړي.‌

طالبانو د اکتوبر په ۱۲مه د میرزا اولنګ سیمې یو شمېر ساحې ونیولې.په سرپل کې له وروستي تاوتریخوالي څخه وروسته سلګونه اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.‌

د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، طالب اورپکو دغه سیمه د تېرو درې ورځو په ترڅ کې ولوټله.‌

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د دغه تخریب په هکله معلومات تایید کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500