هوایي برید په هرات کې د ۳۰۰ طالب اورپکو غونډه په نښه کړه

سلام ټایمز

هرات -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۵ مه/ راپور ورکړ، چې یوه هوایي برید په هرات ولایت کې د طالب اورپکو یوه لویه غونډه په نښه کړه.

د ولایتي ادارې د یوه خبرپاڼې له مخې، دغه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۴ مه/ له چشت شریف ولسوالۍ سره نژدې په هغه ځای کې ترسره شو چې هلته خواوشا ۳۰۰ طالب اورپکي د یوې کتنې لپاره سره راغونډ شوي ول.

د طالبانو د تلفاتو دقیق شمېر معلوم نشو. د خبرپاڼې په اساس، طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل او وتښتېدل.

په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې دغه برید افغان ځواکونو ترسره کړ که ایتلافي ځواکونو.

طالبانو د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500