تاجک - افغان پولې سره نژدې د نشه ییزو توکو مشکوک قاچاقچي ونیول شو

کاروانسرای

ګورنو بدخشان کورواکی ولایت، تاجکستان -- د تاجکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول ادارې (AKN) د چارشنبې په ورځ‌ /د اکتوبر ۲۵ مه/ راپور ورکړ، چې تاجک چارواکو، د نشه ییزو توکو یو مشکوک افغان قاچاقچي چې د ګورنو - بدخشان د کورواکي ولایت په درواز ولسوالۍ کې یې له ۱۰ کیلوګرامه څخه ډېر ناقانونه نشه ییز توکي انتقالول،‌ نیولی دی.‌

د تاجکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول ادارې (AKN) ویلي، چې د تاجکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول د ادارې چارواکو چې په درواز ولسوالۍ کې ځای پرځای دي، افغان تبعه په داسې حال کې چې هغه په ناقانونه ډول د تاجکستان قلمرو ته داخلېده، ونیو.‌

د تاجکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول ادارې (AKN) وویل، چې له هغه سره په نیول شویو نشه ییزو توکو کې ۷.۷ کیلوګرامه اپین او ۲۱ ګرامه هیرویین موجود ول.‌

د تاجکستان د نشه ییزو توکو د کنټرول ادارې وویل، چې مشکوک کس د پولیسو په ولکه کې دی او پلټنه یې روانه ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500