په جوزجان کې د زکات په سر خپلمنځي جګړې له ۵۰ نه ډېر طالبان ووژل

سلام ټایمز

جوزجان -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۵ مه/ راپور ورکړ، چې په جوزجان کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ خپلمنځي جګړې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل.‌

دغه جګړه د سې شنبې په ورځ‌/د اکتوبر ۲۴ مه/ د زکات د راټولولو او وېشلو په سر جنجال څخه رامنځته شوه.‌

په شمال کې د افغان ملي اردو ویاند نصرت الله جمشېدي سینهوا ته وویل، «د طالب اورپکو یوې ډلې د قوش تېپې ولسوالۍ په چقمچقور سیمه کې زکات راټولاوه... چې بلې ډلې د هغوی مخه ونیوله او ډزې پیل شوې،»

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500