افغان ځواکونو په میدان وردک کې د یوه قوماندان په شمول ۷ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۶ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

چارواکو وویل، چې دغه جګړه په ده افغانان کلي او قلعه زیارت سیمه کې وشوه.‌

د ولایت امنیه قوماندانۍ وویل، چې په وژل شویو کې د قاري نوراغا په نامه د طالبانو یو قوماندان هم شامل وو.‌ هغوی وویل چې نوموړی د میدان وردک ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500