طالبان وایي، امریکایي یرغمل سخت ناروغ دی

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې طالبان وایي، هغه امریکایي یرغمل نیول شوی کس چې له دغې ډلې سره بندي دی، په سختو روغتیایي ستونزو اخته دی.

طالبانو امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي ټیم ویکس د ۲۰۱۶ د اګست په ۷ مه په کابل کې تښتولي وو. هغوی دواړو په کابل کې په امریکایي پوهنتون کې تدریس کاوه.‌

د طالبانو له خوا د دوشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، «په یادو دواړو کې، امریکایي استاد [کیوین کینګ]‌ د زړه او پښتورګو خطرناکه ناروغي لري.‌

طالبانو متحده ایالاتو ته ګواښ وکړ چې د کینګ د خوشې کولو په وړاندې دې د یادې ډلې غوښتنې ومني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500