د افغان والي مرستیال په پېښور کې وتښتول شو

ای اېف پي

پېښور-- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۹ مه/ ای اېف پي ته وویل، چې د افغانستان د کونړ ولایت د والي مرستیال نامعلومو وسله والو په ګاونډي هېواد پاکستان کې وتښتاوه.‌

د پاکستان د پولیسو یوه جیګپوړي چارواکي محمد سجاد خان ای اېف پي ته وویل، چې محمد نبي احمدي د جمعې په ورځ له یوه ډاکټر سره د لیدنې لپاره پېښور ته راغلی وو.

هغه وویل، «نوموړی د ډبګرۍ په سیمه کې وو... چې وسله والو سړیو په زور په یوه موټر کې ورننوېست او ویې تښتاوه،»

سمدلاسه هیچا د مسؤلیت ادعا نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500