هرات -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۱ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ۴ تنه طالب اورپکي په هرات ولایت کې وروسته له هغه ووژل شول چې د هغوی چاودېدونکي مواد له وخت نه مخکې وچاودېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۰ مه/ په کشک کهنه ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې اورپکو د سړک په غاړې بمونه ښخول.
په مړو کې د طالبانو دوه تنه ځایي مشران هم شامل دي.