مقاماتو په جلال اباد کې په جومات کې د بمي برید مخه ونیوله

سلام ټایمز

جلال اباد -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۱ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په یوه جومات د اورپکو د یوه برید پلان شنډ کړ.

د ولایت د رسنیو ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امنیتي پرسونلو هغه دوه د هاوان مرمۍ وموندلې چې د جلال اباد ښار په ۳ مه ناحیه کې په یوه جومات کې ځای پرځای شوې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د استخباراتو ادارې د هاوان د دغو مرمیو په شنډولو کې مرسته وکړه.‌

له دې نه جلا، د سې شنبې د ورځې یوې بلې خبرپاڼې لیکلي، چې افغان ځواکونو په جلال اباد کې درې داسې مشکوک کسان ونیول چې ویل کیږي په موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو موادو په کارولو سره یې غوښتل چې یو ځانمرګی برید ترسره کړي.‌

د ملي امنیت ریاست دغه کسان د جلال اباد ښار په ۳ مه ناحیه کې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500