امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې په چاودېدونکو موادو بار اسونه ونیول

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په چاودېدونکي موادو بار دوه اسونه ونیول.‌

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبانو دغه اسونه د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۹ مه/ په دوربابا ولسوالۍ کې ونیول.‌ په اسونو باندې خواوشا ۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد بار ول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تړاو هېڅ مشکوک کس نه دی نیول شوی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500