کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۱ مه/ د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو له کابل سره نژدې د یوه بمي برید مخه ونیوله.
د کورنیو چارو د وزارت د جنایي څېرنو د څانګې په وینا، عسکرو د کابل ۱۱ کیلومتره جنوب ته په چاراسیاب ولسوالۍ کې یو مقناطیسي بم مخکې له هغه شنډ کړ چې اورپکي یې استعمال کړي.
چارواکو د بم د احتمالي هدف په هکله څه ونه ویل.