هرات -- پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۵ مه/ راپور ورکړ، چې په هرات ولایت کې د طالب جنګیالیو یو شپږ کسیز ګروپ چې د هغوی د تش په نامه والي یوه مرستیال یې مشري کوله، د سولې بهیر سره یوځای شوی دی.
د هرات د والي مرستیال جېلاني فرهاد وویل، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د خیالي والي مرستیال ملا ازاد او د هغه جنګیاليو له څو کالو راهیسې په شینډنډ ولسوالۍ کې د عسکرو پر ضد جګړه کوله.
فرهاد وویل، چې اورپکو خپلې وسلې تسلیم کړې.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د روان کال له پیل راهیسې په هرات کې په پنځو ګروپونو کې خواوشا ۳۶ تنه یاغیان د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.