د دوستم ساتونکي په غیاب کې د ناوړه چلند په قضیه کې محکوم شول

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ وویل، چې په کابل کې یوې محکمې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۷ تنه ساتونکي د هغه د یوه سیاسي سیال د جنسي سپکاوي او تښتونې له امله محکوم کړل.‌

پیاوړی ازبک نژاده جنګسالار، دوستم، چې په افغانستان کې یې په ګڼ شمېر بشر ضد جرمونو کې لاس درلود،‌ د می په میاشت کې وروسته له هغه ترکیې ته وتښتېد چې په هغه باندې په ۲۰۱۶ کال کې د جوزجان د شمالي ولایت د یوه پخواني والي احمد اېشچي د جنسي تعرض او شکنجې تورونه ولګېدل.

د لګول شویو تورونو په اساس،‌ هغه اېشچي په جوزجان کې وتښتاوه او بیا یې څو ورځې په خپل شخصي کور کې یرغمل وساته، چې د راپورونو له مخې هلته یرغمل نیول شوي شخص ته شکنجې ورکول شوې او لواطت ورسره وشو.‌

د دوستم ۷ ساتونکي تېره اونۍ د هغوی په غیاب کې مجرم وپېژندل شول. اېشچي ای اېف پي ته وویل، هغوی د محاکمې لپاره حاضر نه ول او اوس په جوزجان کې دي.‌

د سترې محکمې یوه چارواکي، چې د خپل نوم د نه څرګندېدا غوښتنه یې وکړه، ای اېف پي ته وویل، «د ساتونکيو له ډلې څخه هر یو به پنځه پنځه کاله حبس تېروي. هغوی لا تر اوسه پورې نیول شوي نه دي -- هغوی به ژر ونیول شي.»

دوستم پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي او په قانوني توګه تعقیب شوی نه دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500