هوایي برید په ننګرهار کې د داعش نظامي قوماندان وواژه

سلام ټایمز

ننګرهار-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۷ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش د یوه نظامي قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۲ تنه اورپکي ووژل.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه هوایي برید په نازیان ولسوالۍ کې ترسره شو.‌

خبرپاڼه وایي، چې په وژل شویو کې د داعش یو قوماندان مولوي هاشم اورکزی شامل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500