کابل -- په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت د دوشنبې په ورځ / د نومبر ۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په افغانستان کې ایتلافي ځواکونو په کندوز ولایت کې د ایتلاف د هوایي بریدونو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو هېڅ شواهد نه دي موندلي.
ځینې راپورونو تور پورې کړی وو چې په دغه ولایت کې د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۴ مه/ د ایتلاف په یوه هوایي برید کې ملکي خلکو ته تلفات وراوښتي ول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو تورونو یوې څېړنې وښودله چې د نومبر په ۳ - ۴ مه د داسې تلفاتو هېڅ شواهد نه دي موندل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، «مونږ کولی شو دا تایید کړو چې دغه عملیات په دې ساحه کې ترسره شول او ګڼ شمېر دښمن جنګیالي په کې ووژل شول،»