|

افغان ځواکونو په میدان وردک کې د طالبانو حمله په شا وتمبوله

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د پولیسو په یوه روزنځي د طالب اورپکو یوه همغږې حمله شنډه کړه.

د میدان وردک ولایت والي ځونډي ګل زماني وویل، طالب جنګیالیو د سې شنبې په ورځ / نومبر ۷ مه/ هڅه وکړه چې په سید اباد ولسوالۍ کې د افغان ملي پولیسو په اکاډمۍ برید وکړي.‌

د ګڼ شمېر ځانمرګو بمي بریدګرو په شمول ۱۵ تنه اورپکي ووژل شول.‌ امنیتي چارواکو وویل، چې افغان ځواکونو ته هېڅ تلفات ورپېښ نشول.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 1

تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه


د سنګوریانو ډلې غړي د مرغومي په ۱۹ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې د افغان ملي اردو او محلي پولیسو سره څنګ په څنګ په تصفیوي عملیاتو کې برخه اخلي. [ضیا ثمر]

د سنګوریانو ډله: په هلمند کې د طالبانو لپاره یو وحشتناک خوب

ځایي چارواکي او قومي مشران وایي، طالبان د یوه پټ ګروپ له وېرې، چې د افغان حکومت له خوا حمایه کیږي او د اورپکو پر ضد جنګ کوي، د شپې خوب نشي کولی.‌

د رایو شمېر

څومره امکان شته چې طالبان به په تلې میاشت کې د ولسي جرګې له ټاکنو څخه مخکې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي؟

نتایج وګورئ