افغان ځواکونو په میدان وردک کې د طالبانو حمله په شا وتمبوله

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د پولیسو په یوه روزنځي د طالب اورپکو یوه همغږې حمله شنډه کړه.

د میدان وردک ولایت والي ځونډي ګل زماني وویل، طالب جنګیالیو د سې شنبې په ورځ / نومبر ۷ مه/ هڅه وکړه چې په سید اباد ولسوالۍ کې د افغان ملي پولیسو په اکاډمۍ برید وکړي.‌

د ګڼ شمېر ځانمرګو بمي بریدګرو په شمول ۱۵ تنه اورپکي ووژل شول.‌ امنیتي چارواکو وویل، چې افغان ځواکونو ته هېڅ تلفات ورپېښ نشول.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500