غني او د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال د متحده ایالاتو د سیمه ییزې ستراتیژۍ په هکله خبرې وکړې

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني او د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۷ مه/ د ټیلیفون له لارې د یو شمېر مسایلو په هکله سره خبرې اترې وکړې.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۱مه د افغانستان او سیمې لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه،او ژمنه یې وکړه چې په سیمه کې به افراطیت ته ماتې ورکړي.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نورو موضوعاتو سربېره،‌ «د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ او د سیمې په سطحه د هغې د اغېز،‌ د افغان دفاعي او امنیتي سکټور د پیاوړتیا، د ترهګرۍ ضد هڅو،‌ اصلاحاتو، د اداري فساد ضد هڅو، د سولې پروسې او د انتخاباتو د ترسره کېدا په هکله خبرې اترې وشوې،»‌

د خبرپاڼې په اساس،‌ پېنس د افغانستان حکومت او خلکو سره د متحده ایالاتو ژمنتیا تکرار کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500