کابل -- د افغان ولسمشر د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۸ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني په ننګرهار ولایت کې د یوه پاکستاني دپلومات وژل غندلي او د پېښې د پلټنې امر یې کړی دی.
د پاکستان د کونسلګرۍ کارکوونکی رانا نیر اقبال، چې ۵۲ کاله عمر یې درلود، د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ د نامعلومو وسله والو سړیو له خوا په جلال اباد ښار کې ووژل شو. هغه د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۷ مه/ په اسلام اباد کې خاورو ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې غني امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د دغه جرم ترسره کوونکي عدالت ته راکش کړي.