افغان ځواکونو په کابل کې په زیارت بمي برید شنډ کړ

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۴مه/ د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو یو احتمالي بمي برید، چې غوښتل یې په کابل کې په یوه زیارت کې زیارت کوونکي په نښه کړي، شنډ کړ.

د جنایي څېړنو د ادارې چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو د پلازمېنې کابل د لومړۍ حوزې د شهدای صالحین په سیمه کې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله، چې په یوه زیارت کې ځای پرځای شوې وه، وموندله.

چارواکو وویل، چې دغه بم اورپکو ځای پرځای کړی وو او پلان یې درلود چې د زیارت کوونکیو په منځ کې یې له لیرې نه وچوي.

چارواکو وویل،‌ دغه چاودېدونکې وسیله د یوې پټې اطلاح په اساس وموندل شوه.‌

تر اوسه پورې د اورپکو هېڅ ډلې په دې هکله تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500