د پروان په بمي برید کې د افغانستان د ښوونې او روزنې چارواکی ووژل شو

سلام ټایمز

پروان -- پژواک خبري اژانس د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د پروان ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مرستیال د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۱۴مه/ په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

پولیسو وویل، چې دغه بم د شپې خواوشا ۱۱ بجې له چاریکار ولسوالۍ سره نژدې وچاودېد، چې د ښوونې او روزنې رییس زلمی شهید یې ټپي کړ، او د هغه مرستیال عطا محمد متین یې وواژه.

چارواکو وویل، چې د هغوی موټر پورې یو په لاس جوړ مقناطیسي بم نښلول شوی وو.

سمدلاسه چا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500