کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵مه/ راپور ورکړ، چې په افغانستان کې یوې نظامي محکمې ۴ تنه پوځي افسران د قتل په تور په مرګ محکوم کړل.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دغه سزاګانې د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۱۴مه/ په کابل کې اعلان کړې.
وزیري، چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې، د قتل د قضیې په هکله جزیات ورنه کړل.
وزیري وویل، چې نظامي محکمې د کال له پیل راهیسې د خواوشا ۱۷۰۰ قضیو بیاکتنه کړې ده.