امنیتي ځواکونو په کابل کې په چاودېدونکو توکو سمبال کراچۍ ونیوله

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵مه/ د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له قوله راپور ورکړ، چې د هغوی کارمندانو د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۱۴ مه/ په کابل کې یو احتمالي بمي برید شنډ کړ.‌

امنیتي ځواکونو داسې یوه کراچۍ، چې دوه ګاز ډبې، چاودېدونکي مواد او یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په کې ځای پرځای شوي ول، وموندله.‌ د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولیز ډول ۵۴ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد وموندل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ترهګرو پلان درلود چې دغو چاودونکیو موادو ته د کابل د استوګنې په یوه سیمه کې چاودنه ورکړي،‌ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500