په کونړ کې د پاکستان له خوا د ډزو له امله کورنۍ بې ځایه شوې

سلام ټایمز

کونړ -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۱۵مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې لسګونه کورنۍ وروسته له هغه د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې چې پاکستان د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د کونړ ولایت خوا ته له ۵۰۰ څخه ډېر راکټونه راوار کړل.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، «راکټونه د استوګنې په سیمو کې راپرېوتي دي او د یوه کس ژوند یې اخیستی دی. خلکو ته مالي تاوانونه وراوښتي او لږ تر لږه ۴۰ کورنۍ په شولتن ولسوالۍ کې بې ځایه شوې دي.»‌

کلیمزي وویل چې هغه په دې هکله چې څنګه غبرګون وښیي په کابل کې د حکومت امر ته انتظار کوي.

د رسمي معلوماتو په اساس، د سپتمبر په میاشت کې له پاکستان څخه لږ تر لږه ۱۵۰۰ راکټونه په کونړ ولایت راتوغول شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500