واشنګټن -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د نومبر ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل، طالبان او داعش مشابه ایډیالوژي لري.
په واشنګټن کې د امریکا غږ په کوربه توب یوه غونډه کې عبدالله وویل، چې د دواړو ترهګرو ډلو تر منځ توپیر لږ دی.
هغه زیاته کړه، چې په ولایتونو کې د داعش په نسبت طالبان ډېر حضور لري.
په ورته وخت کې، هغه وویل، په جنوبي اسیا کې د متحده ایالاتو نوې ستراتیژيسیمې او د ترهګرو ډلو ملاتړو ته د ترهګرۍ ضد یو روښانه پیغام ور رسوي.
عبدالله وویل، چې د ستراتیژۍ له اعلان څخه وروسته افغان حکومت د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د زیاتې شوې ترهګرۍ ضد همکارۍ په هکله مثبت فکر لري.