پنتاګون وایي، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر ۱۴۰۰۰ ته ورسېد

ای اېف پي

واشنګټن -- پنتاګون د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۱۶ مه/ وویل، چې متحده ایالاتو د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د برخې په توګهپه افغانستان کې خواوشا ۳۰۰۰ اضافي امریکایي سرتېري په کار ګومارلي دي.‌

د اګست په میاشت کې، ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د جیګپوړي قوماندان جنرال جان نېکلسن په غوښتنه د عسکرو ډېرېدا منظوره کړه.‌ په هغه وخت کې، پنتاګون په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو شمېر خواوشا ۱۱۰۰۰ تنه یاد کړی وو.

د ګډو ځواکونو قوماندان ډګرجنرال کینیت مکینزي د پنتاګون خبریالانو ته وویل، «مونږ افغانستان ته د ورتلونکیو ځواکونو بهیر اوس اوس بشپړ کړی دی،»

«اوس د افغانستان لپاره نوی شمېر تقریبا ۱۴۰۰۰ تنه دی.‌ ښایي له دې نه لږ غوندې پورته وي؛ ښایي له دې نه لږ غوندې ښکته وي.»

دا اضافي ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشوره ورکولو کې مرسته وکړي.

نېکلسن وویل چې هغه په افغانستان کې ټول خواوشا ۱۶۰۰۰ عسکرو ته ضرورت لري. د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د دغه کمي په پوره کولو کې به مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500