ننګرهار-- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۰ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ۲۴ ساعته اوږدو عملیاتو په دوران کې ۲۰ تنه اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، چې په خوګیاڼو او اچین ولسوالیو کې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه د داعش جنګیالي او ۳ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
چارواکو وویل، چې په وژل شویو کې د ثاقب په نامه د داعش یو ځایي جنګیالی هم شامل دی.
له دې جلا، چارواکي وایي چې په چپرهار ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشي جنګیالي له افغان امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
اورپکو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.