ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې لیکو سره یوځای شول

سلام ټایمز

کابل -- د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۰ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په شریکه د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۹ مه/ په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو د تولید ۸ مرکزونه ویجاړ کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، «دغه عملیات په سنګین،‌ موسی کلا،‌ کجګي او نوزاد ولسوالیو متمرکز دي،»

د خبرپاڼې په اساس، ناقانونه نشه ییز توکي د طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو لپاره د تمویل یوه لویه سرچینه جوړوي.‌

د ای اېف پي د معلوماتو له مخې،‌په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ، چې د اګست په میاشت کې اعلان شوه، د یوې برخې په توګهد نشه ییزو توکو د یو شمېر مرکزونو د ویشتلو لپاره بي - ۵۲ بم غورځوونکې او یوه اېف - ۲۲ جنګي جیټ وکارول شوه.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، چې دا په دغه هېواد کې د پرمختللې اېف - ۲۲ الوتکې لومړنی ماموریت وو.

نېکلسن وویل، چې افغان او ایتلافي ځواکونه به د نشه ییزو توکو د تولید او قاچاق په عملیاتو باندې بریدونو ته دوام ورکړي،‌ او زیاته یې کړه چې ایتلافي ځواکونه به د نشه ییزو توکو او ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي.

نېکلسن د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۰ مه/ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې که طالبان د سولې خبرو ته رانشي، ایتلافی او افغان ځواکونه به د هغوی پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500